کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې وویل چې د لویدیځو هېوادونو وړاندوینې غلطې وې، ځکه افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې نه دی وران شوی او نه پکې بشپړ ګډوډي رامنځته او یا له کنټروله وتلې “سیاهچاله” حالت کې دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت د تعامل او خبرو غوښتنه کوي، نه د فشار او ګواښ او د ګواښ سياست او لاره ناکامه ده.
نبنزیا لویدیځو هېوادونو ته مشوره ورکړه چې له امارت اسلامي سره دې نوې، رغنده او ښې اړیکې جوړې کړي، ځکه د ګواښونو دوام نه یوازې بېګټې دی، بلکې له افغانستان سره د نږدېوالي او د ثبات فرصتونه هم له منځه وړي.
هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کې له امارت اسلامي سره ګډ کار وکړي، ځکه دا ګډ اقدام د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره ډېر مهم دی.















