افغانستان د ایکو سازمان راتلونکې غونډې کوربه توب کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د راتلونکې غونډې کوربه توب په خپله غاړه اخیستی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا پرېکړه د ایکو سازمان په وروستۍ ناسته کې وروستۍ شوه او کابل به د هغې د تنظیم بشپړ مسؤولیت ولري.
عزیزي زیاته کړې، چې د ایکو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په دوه ورځني کنفرانس کې پر تخنیکي موضوعاتو مفصل بحث وشو او د ډېرو هېوادونو له وزیرانو سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې ترسره شوې په وینا يې، افغانستان له پاکستان سره په سوداګرۍ کې د باور د رامنځته کولو غوښتنه لري، څو سیمهییزې اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، چې افغانستان په یو شمېر برخو کې د ځان بسیاینې پر لور روان دی او دا مهال په ۵۰۰ سکټورونو کې تولیدات لري.
نوموړي د مالونو، مرغانو، بټریو او نورو توکو د تولید د پراختیا یادونه کړې او دا یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی دی.



