بهرنیو چارو وزارت: دوه‌تابعیته افغانانو ته د ویزې شرط نه دی لګول شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې اسلامي امارت د بهر مېشتو دوه‌تابعیته افغانانو لپاره د هېواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان ویزه لازمي ګرځولې ده. وزارت ټینګار کړی، چې په دې برخه کې هېڅ ډول نوی تصمیم نه دی نیول شوی.

د وزارت په وینا، هغه افغانان چې غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، لکه د پخوا په څېر کولی شي د خپل افغاني هویت په څرګندولو هېواد ته پرته له ویزې راستون شي. وزارت زیاتوي، دغه تګلاره بدله شوې نه ده او د معمول په ډول پر خپل ځای پاتې ده.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، ځینې رسنیو وروستیو کې ناسم راپورونه خپاره کړي چې خلکو ته یې اندېښنه پیدا کړې ده.

وزارت رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د داسې مسایلو په اړه د معلوماتو د خپرولو وړاندې له رسمي سرچینو معلومات وکړي، څو د عامو خلکو ترمنځ ګډوډي رامنځته نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button