اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره د ۲۵ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

اروپایي ټولنې د خوړو د نړۍوال پروګرام (WFP) له لارې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه او ویلي دي، چې دغه مالي ملاتړ به د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو او د سیمه‌ییزو خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

د اروپایي ټولنې په وینا، د مرستې یوه برخه به د ښځو او ځوانانو لپاره د کار د فرصتونو په رامنځته کولو او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ته ځانګړې شي. همداراز به د ښوونځیو د مغذي خوړو پروګرام ملاتړ هم پیاوړی کړي، څو د زده‌کوونکو د تغذیې وضعیت ښه شي.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې دغه همکاري به دوام ولري او هڅه کوي، چې د افغانانو د ژوند د ښه والي او د دوامدارو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره نورې پروژې هم پلي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button