د لبنان د بهرنیو چارو وزیر: د اسراییلو له خوا د پراخ پوځي برید خبرداری ترلاسه شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي وایي، بیروت د عربي او نړیوالو لورو لهخوا داسې خبرداری ترلاسه کړی چې اسراییل د لبنان پر وړاندې د یوې پراخې پوځي حملې تیاری نیسي. نوموړي دا څرګندونې له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د لبنان حکومت د هر ډول احتمالي برید د مخنیوي او د هېواد د بنسټیزو تاسیساتو د خوندي کولو لپاره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې لا پیاوړې کړې او له بېلابېلو لورو سره پرلهپسې خبرې روانې دي.
رجي د حزبالله د وسلو د اغېزمنتیا په اړه وویل چې د «غزې د ملاتړ» او د لبنان د دفاع په برخه کې یې رول محدود دی، او ټینګار یې وکړ چې دولت له حزبالله سره د وسلو د سپارلو په اړه خبرې کوي، خو تر اوسه موافقه نه ده شوې. هغه د ایران رول «منفي» وباله او ویې ویل، لبنان له تهران سره خبرو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې د لبنان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې او د ناقانونه ډلو له ملاتړ لاس واخلي.



