کمبوډیا وايي: تایلنډ د اوربند له اعلان سره سره پر دغه هېواد بریدونو ته دوام ورکړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

کمبوډیا پر تایلنډ تور لګولی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوربند د اعلان له څو ساعتونو وروسته هم پر کمبوډیايي خاوره ډزې او بمبارۍ روانې ساتلې دي.

د کمبوډیا د دفاع وزارت د شنبې په ورځ د «ایکس» ټولنیزې شبکې له لارې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۳مه د تایلنډ پوځ د «اېف–۱۶» ډوله دوو جنګي الوتکو په وسیله پر بېلابېلو اهدافو اووه بمونه غورځولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د تایلنډ جنګي الوتکو تر یادو بریدونو وروسته هم خپل بمبار نه دی درولی، چې دا چاره د اعلان شوي اوربند ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button