په پکتیا کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰۷ منسوبین فارغ شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پکتیا ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰۷ تنه منسوبین د مسلکي او عقیدوي زده‌کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د یادې غونډې پر مهال د پکتیا والي مولوي مهرالله حماد له ولس سره نېک چلند مهم وباله او له فارغو شویو منسوبینو یې وغوښتل چې خپلې زده‌کړې د خدمت په ډګر کې په سمه توګه عملي کړي او د خلکو باور ترلاسه کړي.

همداراز امنیه قومندان پاسوال مولوي شېر علي جندالله د تلاشۍ پر مهال د نظم رعایت او له خلکو سره ښه چلند ټینګار وکړ.

غونډه د نورو مشرانو د ویناوو او فارغو شویو منسوبینو ته د تصدیق پاڼو د وېشلو سره پای ته ورسېده.

مربوطه مطالب

Back to top button