د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۸۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارو ټولټال ۸۳۰ کورنۍ (۴۳۰۱ کسان) په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د کمېسیون د راپور له مخې، یادې کورنۍ ثبت او بایومټریک شوې او ورسره لومړني روغتیايي او خدماتي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د راستنو شویو مهاجرینو د خوندي لېږد لپاره د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او کابل مرکز له لارې ۹۷۹ کورنۍ (۵۲۹۸ کسان) خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شوي او ورته نږدې ۵ میلیونه افغانۍ د ترانسپورټ د کرایې په توګه ورکړل شوې دي. همداراز، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳۶ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د مخابراتي اسانتیاوو په موخه ۶۳۶ سیمکارتونه ووېشل شول او زرګونو کسانو ته روغتیايي، غذایي او معلوماتي خدمتونه وړاندې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button