وال سټریټ ژورنال: امریکايي ځواکونو د چین نه ایران ته پر تلونکې بېړۍ عملیات کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

امریکايي ورځپاڼې «وال سټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو تېر نومبر میاشت کې د هند سمندر کې پر یوې بېړۍ عملیات کړي او هغه پوځي توکي یې نیولي، چې له چین څخه ایران ته لېږدول کېدل.

د راپور له مخې، یو امریکايي چارواکي ویلي، چې په نیول شوې محموله کې د دوه‌ګوني استعمال وسایل موجود وو، چې ښايي د ایران په دودیزو وسلو کې کارېدلی شوای. بل چارواکي زیاته کړې، چې استخباراتي معلومات ښيي دا توکي د هغو ایراني شرکتونو پر لور روان وو، چې د ایران د توغندیز پروګرام لپاره تجهیزات برابروي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکايي ځواکونه د سریلانکا له ساحل څخه سلګونه مېله لرې بېړۍ ته پورته شوي وو او وروسته له هغې چې نیول شوې محموله ویجاړه شوه، بېړۍ ته اجازه ورکړل شوه چې خپل سفر ته دوام ورکړي.

چین تر دې وړاندې دا ډول راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې بیجینګ ښکېلو هېوادونو ته وسلې نه صادروي.

مربوطه مطالب

Back to top button