مسوولین: سږکال له کندهاره نږدې ۲۳ زره ټنه انار نړیوالو بازارونو ته صادر شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې سږکال تر دې دمه نږدې ۲۳ زره ټنه انار د ۱۰ میلیون او ۵۶۰ زره ډالرو په ارزښت له دې ولایت څخه بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، که څه هم د انارو د صادراتو د فصل له پیل وروسته د پاکستان لار د لنډې مودې لپاره وتړل شوه، خو بیا هم د پام وړ اندازه انار پاکستان، هند، ازبکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په کور دننه هم د انارو د جوس تولید فابریکې جوړې شوې دي او ډېره اندازه انار په همدې فابریکو کې کارول کېږي.
هغه هیله وښوده، چې په راتلونکو کلونو کې به د پاکستان له لارې له تېرېدو پرته هم د انارو صادرات نورو هېوادونو ته پراخ شي او په کورني بازار کې به یې کارونه لا زیات شي.



