ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: د افغان کډوالو د ملاتړ نړیوالې مرستې ۶۰ سلنه کمې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي امیرسعید ایرواني د نړیوالې ټولنې لهخوا د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې د ژمنو پر نه پوره کولو نیوکه کړې وايي چې نړیواله ټولنه د مسوولیت د شریکولو اصل ته عملي پاملرنه نه کوي.
ایرواني ویلي، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نړیوالې مالي مرستې تر ۲۰۲۶ کال پورې نږدې ۶۰ سلنه راکمې شوي زياتوي چې ایران نه شي کولی د شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوالو د حضور دروند بار یوازې پر غاړه واخلي.
د ایران استازي همداراز د زلمي خلیلزاد څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې تهران یوازې هغه افغانان باسي چې قانوني اسناد نه لري، او د قانوني کډوالو پر وړاندې کومه عمومي اخراجی پالیسي نه عملي کېږي.



