غزه کې د توپان، سړې هوا او سخت باران له امله ۱۴ تنه مړه شوي؛ چارواکي د بشري ناورین د پراخېدو خبرداری ورکوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په غزه کې د سخت باران، توپان او سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي. د راپورونو لهمخې، هغه کورنۍ چې د اسراییلي جګړې له امله بېځایه شوې دي، د هوا د سخت يخوالي له کبله له مرګوني وضعیت سره مخ دي. فلسطیني چارواکي وایي، د غزې د شمال په «بیرالنجا» سیمه کې د توپان له امله د بېځایه شویو یو کور نړېدلی چې پنځه کسان پکې مړه شوي دي.
همداراز د غزې ښار د «رمال» په سیمه کې دوه نور کسان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې یو دیوال د کډوالو پر کېږدۍ راونړېد. روغتیايي کارکوونکي وایي، د یخنۍ او نامناسبو سرپناهوو له امله د تلفاتو شمېر په بېسارې توګه زیات شوی دی.
بلخوا، د غزې د حکومتي رسنیز دفتر مشر خبرداری ورکړی چې دوی وار له مخه د ټیټ فشار هوايي څپې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی و او د خلکو لپاره د خېمو د داخلېدو غوښتنه یې کړې وه.
نوموړي ویلي، په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنه شته، او د بشري ناورین د نهحل مسوولیت یې پر اشغالګرو او د امریکا پر ولسمشر ټرمپ ور واچوه. د هغه په وینا، تر اوسه غزې ته یوازې د مرستو شاوخوا ۱۰ سلنه لارۍ داخلې شوې دي.



