حماس: د شهید عزالدین القسام مقبرې د تخریب هڅې د صهیونیستي رژیم اخلاقي سقوط ښيي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي “محمود مرداوي” د اسرائیلي وزیر ” بن ګویر” هغه څرګندونې په کلکه غندلي، چې د شهید عزالدین القسام د مقبرې د تخریب په اړه یې کړې دي.

مرداوي ویلي، دا اقدام د اسلامي مقدساتو بې‌ساری توهین او د مقبرو پر حرمت ښکاره تېری دی، چې د فلسطیني ملت پر ضد د صهیونیستي رژیم تر وحشیانه بریدونو وروسته ترسره کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول څرګندونې او اقدامات د صهیونیستي رژیم د اخلاقي زوال، وحشي ماهیت او د تاریخي حقایقو د تحریف هڅې ښيي.

هغه له نړیوالو سازمانونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي، چې د دغه ډول سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د ارزښتونو دفاع وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button