د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ د تحریک انصاف او پوځ ترمنځ اړېکې ترینګلې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د پرایډ ټایم د خبر له مخې د پاکستان دننه د سیاسي او پوځي مشرانو ترمنځ دښمنانه څرګندونو کې زیاتوالي ژور سیاسي وېش رامنځته کړی او هېواد د یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له وړاندې هم له اقتصادي ستونزو، سیاسي وېش او په کور دننه له سختو امنیتي فشارونو سره مخ دی او په دې تازه پېښو کې له زندانه د پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا د پوځ مشر جنرال عاصم منیر «د وېرې خپروونکی او په ناوړه فکر کې ډوب شخصیت» بلل شوی دی.
په غبرګون کې یې بیا واکمن څو ګوندیز حکومت ویلي، چې پوځ به نور د دې ډول څرګندونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او که اړتیا وي واضح او سخت ځواب به ورکړي.
بلخوا بیا عمران خان او پلویان یې جنرال عاصم منیر یو رواني ناروغ بولي او ادعا کوي، چې هغه د واک په نشه کې د ولس حقونه تر پښو لاندې کوي.
د سیاسي او پوځي مشرانو ترمنځ دښمنانه خبرو یوازې په کور دننه اندېښنې نه دي راوپارولي، بلکې په نړیواله کچه یې هم د پاکستان بد انځور وړاندې کړی.
د پرایډ ټایم په راپور ویل شوي، چې په پاکستان کې د پوځ او سیاسي مشرانو تر منځ د ښو اړېکو نشتوالې ښيي، چې یووالی یوازې په سمبولیکه بڼه پاتې شوی دی.



