سوډان د څلور اړخیزې سولې طرحه رد کړه؛ متحده عربي امارات یې د جګړې په مشرۍ تورن کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د سوډان د ګڼ میشتي دارفور ایالت والي “ارکو مناوي ویلي، چې د سودان د جګړې د ختمېدو لپاره د «څلور اړخیزې ډلې» نوې طرحه نه مني او متحده عربي امارات یې د جګړې مشريکوونکی هېواد بللی دی.
مناوي دا څرګندونې برلین کې د سودان سفارت لخوا جوړ شوي خبري کنفرانس پر مهال کړې دي او ټینګار یې کړی، تر څو چې د چټک ملاتړ ملېشه ځواکونه له ښارونو، ملکي سیمو او د خلکو له کورونو نه وي وتلې او ځانګړو ځایونو ته نه پر شا شوې، د رښتینې اوربند خبرې بې مانا دي.
نوموړي وویل، امارات چې خپله د جګړې ملاتړ او تمویل کوي، نهشي کولای د سولې تضمینوونکی یا منځګړی وي، ځکه دا د اصولو خلاف کار دی.
هغه همداراز ادعا کړې، چې امارات د چټک ملاتړ ځواکونو له لارې پر سودان یرغل پیل کړی، په سلګونو زره مزدورې ملېشې یې را بللي او هڅه کوي د سودان دولت نسکور کړي.
مناوي دغه راز ویلي، چې یادې ملېشې بشري جنایتونه، نسلوژنه، جبري کډوالي، جنسي تیري او پراخې سرغړونې ترسره کوي او په فاشر ښار کې وروستۍ پېښې د همدغو جنایتونو دوام دی.
نوموړي ټینګار کړی، تر هغو چې پر دې ملېشه بهرنی ملاتړ بند نهشي او مزدور جنګیالي له سودان ونهایستل شي، سوله ممکنه نه ده.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې خپل قانوني او اخلاقي وجایب ادا کړي، پر برېدګرو او ملاتړو هېوادونو یې فشار راوړي، د ملکي وګړو د ژغورنې او زیانمنو شویو سیمو ته بېخنډه د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.



