عبدالملک حوثي: غزه کې نسل وژنه روانه ده؛ خو اسلامي هېوادونه یې یوازې ننداره کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر «سید عبدالملک بدرالدین الحوثي» ویلي، چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه په غزه کې لا هم دوام لري؛ خو اسلامي هېوادونه یې یوازې ننداره کوي او هېڅ عملي اقدام نه کوي.

نوموړي دا څرګندونې په یوه تازه وینا کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د فلسطین پر مظلوم ملت د اسرائیلو وحشیانه یرغل د اسلامي هېوادونو پر مخ شرم دی؛ خو د امت مشران یې پر وړاندې چوپ پاتې دي.

حوثي ویلي، چې که اسلامي هېوادونه همدا ډول بې‌پروا پاتې شي، نو دا به د امت د سقوط لامل شي او د دښمنانو روحیه به لا پیاوړې شي.

نوموړي یو ځل بیا د مقاومت د ملاتړ غږ پورته کړی او له مسلمانانو یې غوښتي، چې د فلسطین د مظلومو خلکو تر څنګ ودرېږي او غزه کې د روان ناورین په اړه یو ګډ دریځ خپل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button