افغان حکومت د تهران سیمه‌ییزې ناستې کې ګډون نه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

باوري سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه جوړېدونکې غونډه کې افغان حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دوی پکې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل هم رسنیو ته ویلي، چې د تهران ناستې کې نه ګډون د دې معنی نه لري چې افغانستان له سیمه‌ییزو همکاریو ځان ګوښه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت د سیمه‌ییزو سازمانونو، دوه اړخیزو میکانیزمونو او فارمټونو له لارې له ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو سره فعالې اړېکې لري او د همکاریو د پراخېدو په برخه کې عملي پرمختګونه شوي دي.

تکل وایي، د بهرنیو چارو وزارت باور لري چې سیمه‌ییز تفاهم باید د شته فارمټونو له لارې پراخ شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ټاکل شوې تهران روانه اونۍ د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو کوربه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د روسیې، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، چین او پاکستان ځانګړي استازي ګډون وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button