اردوغان: چمتو یو د افغانستان- پاکستان ترمنځ د اوربند دوام ته زمینه برابره کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان- پاکستان ترمنځ د اوربند د دوام لپاره هر ډول ملاتړ برابر کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ترکمنستان په عشق آباد ښار کې د سولې او اعتماد نړیوال فورم ته د وینا پر مهال کړې او زیاته یې کړه، چې انقره د هرې هغې هڅې ملاتړ ته چمتو ده، چې هدف یې د شخړو پای او د سولې تأمین وي.
د ترکیې رسمي خبري آژانس «اناضولو» د راپور له مخې، اردوغان د کابل-اسلاماباد ترمنځ د اوربند هرکلی کوي او په خبره یې، چې ترکیه غواړي د سیمې د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
بل خوا راپورونه ښيي، چې د افغان لوري له لوري له زغمه ډک چلند شوی او له تکراري سرغړونو سره سره یې د خبرو او تفاهم سیاست غوره کړی؛ خو پاکستاني پوځ د سولې پر ځای د جګړې لاره خپله کړې ده.
د افغان چارواکو په وینا، له څو ځله نړیوالو غوښتنو سره سره، پاکستان د افغان خاورې پر وړاندې بریدونه، نه دي درولي، چې دا چاره ښيي اسلاماباد لا هم د دښمنۍ سیاست ته لومړیتوب ورکوي.



