نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د دویم پرلپسې کال لپاره د ودې په حال کې دی؛ خو لا هم له ځینو جدي ننګونو سره مخ دی.

په تازه راپور کې نړیوال بانک د اقتصادي ودې عوامل د انفلاسیون یا قیمتونو د زیاتوالي د کچې ټیټوالی، پراخ کورني عواید او نسبي مالي ثبات یاد کړي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د نفوسو چټک زیاتوالی، دوامداره بې‌ وزلي او د کاري بازار محدودیتونه لا هم د افغانستان اقتصاد ته جدي ګواښونه جوړوي.

راپور زیاتوي، چې د هېواد د کاري ځواک شاوخوا ۲۵ سلنه بېکاره دي، چې دا چاره د افغانستان د مالي پیاوړتیا پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

نړیوال بانک وړاندوینه کړې، که اصلاحات، فرصتونه او ټول‌ ګډونه پرمختیایي پالیسۍ رامنځته شي، راتلونکي کې د افغانستان اقتصاد ښه کېدلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button