د امریکا براون پوهنتون وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي او اته ټپیان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د روډ ایلنډ ایالت په پلازمېنه پرووېډنس کې د براون پوهنتون د انجینرۍ په ودانۍ کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته نور سخت ټپیان دي.

پولیس وایي، بريد د ازموينې د بهير پر مهال شوی او شکمن وسله‌وال تر اوسه نه دی نیول شوی، لټون یې دوام لري.

د پېښې له امله د پوهنتون شاوخوا لارې تړل شوې، امنیتي تدابیر سخت شوي او له زده‌کوونکو غوښتل شوي چې تر بل امر پورې په خپلو ځایونو کې پاتې شي. چارواکي د سیمې د څار کمرو انځورونه هم څېړي څو د شکمن کس کره پېژندنه وکړي.

د امریکا ولسمشر هم پېښه «ډېر خواشینوونکې» بللې او د قربانیانو لپاره یې د دعا غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button