کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیـزا سلاوډور او د دې سازمان د مرکزي او سیمهییزو دفترونو د نري رنځ له مسوولینو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د توبرکلوز او نري رنځ په برخه کې د خدماتو د پیاوړتیا، روغتیايي مرکزونو ته د اسانتیاوو برابرولو، ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د بودجې د زیاتوالي او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسوي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر او اړوندو مسوولینو د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې او له عامې روغتیا وزارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.















