سوریه کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د سوریې په مرکزي سیمه «تدمر» کې د نامعلومو وسلوالو په برید کې دوه امریکایي عسکر او یو ژباړن وژل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې د امریکا پوځ سوریه کې د خپلو ځواکونو د حضور دوام ته دوام ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت د پیښې پخلی کړی او په خبره یې پلټنې یې پیل کړي دي.

د ویلو ده، چې تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسئولیت نه‌دی منلی، خو سیمه کې تر دې وړاندې د عراق اسلامي مقاومت سازمان او ځینې نورو ډلو په امریکایي اشغالګرو ورته بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button