د سوډان جګړه؛ د ملګرو ملتونو پر دفتر د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۶ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د سوډان په پلازمېنه «خرطوم» کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ودانۍ د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، چې برید د «یونیسفا» دفتر پر ودانۍ شوی او تر څنګ یې ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو هم پېښه تأیید کړې او د خپلو کارکوونکو د وژنې له امله یې ژوره خواشیني ښودلې ده.

د سوډان جګړه د پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ روانه ده، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي، ملیونونه بې‌کوره شوي او بشري ناورین ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button