کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو، بهرامچې او اسلامکلا له لارو ټولټال ۹۱۳ کورنۍ (۴۹۹۱ کسان) په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د راستنو شویو مهاجرینو د خوندي لېږد لپاره د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او کابل مرکز له لارې ۹۳۳ کورنۍ (۵۰۶۸ کسان) خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شوي او ورته نږدې ۴.۷ میلیونه افغانۍ د ترانسپورټ د کرایې په توګه ورکړل شوې دي. همداراز، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د مخابراتي اسانتیاوو په موخه ۷۷۱ سیمکارتونه ووېشل شول او زرګونو کسانو ته روغتیايي، غذایي او معلوماتي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.















