د ترکیې له لوري په ۱۳۰۰ ټنه بشري مرستو بار کښتۍ د غزې پر لور روانه شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

الجزیرې تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له لوري په ۱۳۰۰ ټنه بار د بشري مرستو کیښتۍ د مرسین له بندر څخه د غزې پر لور حرکت کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې په دې مرستندویه کښتۍ کې خوراکي توکي، روغتیایي وسایل، جامې او کمپلې بار شوي، چې د غزې د محاصره‌شوي ملت د عاجلو اړتیاوو لپاره استول کېږي.

ټاکل شوې، چې کښتۍ به لومړی د مصر «العریش» بندر ته لاړه شي او له هغه ځایه به مرستې د ځمکې له لارې غزې ته واستول شي.

د یادونې وړ ده، چې د غزې پر محاصره‌شوي ملت له اوږده مهاله د صهیونیستي ريژیم له خوا جګړه روانه ده، چې زرګونه کسان پکې شهیدان او ژوبل شوي او بشري ناورین لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button