ټرمپ: سوریه کې پر امریکایي سرتېرو برید د نه زغم وړ بللی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په سوریه کې پر امریکایي سرتېرو شوی برید غندلی او دا یې د نه زغم وړ بللی دی.
د امریکایي چارواکو په وینا، برید د سوریې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي له لوري ترسره شوی، چې په پایله کې یې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړن وژل شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، بریدګر د امریکایي او سوریایي ځواکونو یو ګډ کاروان په نښه کړی و، چې د سوریې په یوه ناامنه سیمه کې یې حرکت کاوه.
ټرمپ ویلي، دا پېښه ښيي چې سیمه لا هم له خطره ډکه ده او حکومتي ځواکونه پرې بشپړ کنټرول نهلري.
نوموړي د خپلو ځواکونو د خوندیتوب په اړه د جدي تدابیرو غوښتنه کړې ده.



