د مهاجرينو وزارت او يوې مؤسسې تر منځ د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو چارو وزارت کې له حقوق بشر او محو خشونت موسسې سره د ۱۹۹ زره او ۴۱۵ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د مهاجرينو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړهلیک د راستنېدونکو او بېځایه شویو وګړو د ملاتړ په موخه شوی دی.
د هوکړې له مخې، یاده موسسه به دغه مرسته په کابل او بامیانو ولایتونو کې د خیاطۍ د مسلکي زدهکړو او د بیا مېشتېدنې د پروګرامونو لپاره ولګوي.
مسوولینو ویلي، چې د یادو پروګرامونو له لارې به ۶ زره او شلو تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او د کوربه ټولنو غړو ته ګټه ورسېږي او د هغوی د ژوند د ښه کېدو زمینه به برابره شي.



