استراليا: په سیډني کې د یهودي ټولنې پر «حانوکا» مذهبي مراسمو وسله وال برید کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د استرالیا په سیډني ښار کې د بوندي پر مشهور ساحل د یهودي ټولنې د «حانوکا» مذهبي مراسمو پر مهال وسله وال برید شوی، چې له امله یې د لومړنیو راپورونو له مخې د مراسمو ګډونوالو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتي ده.

دا پېښه د یکشنبې ماښام هغه مهال رامنځته شوه، چې شاوخوا دوه زره کسانو په مراسمو کې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، ډزې د ماښام له ۶:۳۰ تر ۶:۴۵ بجو ترمنځ شوې او په سیمه کې یې وېره او ګډوډي رامنځته کړه.

د بېړنیو خدماتو له لوري لږ تر لږه ۱۳ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ځینو رسنیو ویلي چې يو شمېر کسان وژل شوي خو کره شمېر لا نه دی تایید شوی.

د استرالیا پولیسو ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې پراخ امنیتي عملیات کړي او دوه مشکوک کسان یې نیولي دي، خو خبرداری یې ورکړی چې وضعیت لا هم تر څار لاندې دی.

د یهودي ټولنې ځینو مشرانو برید قصدي او د یهودیت ضد کرکې نښه بللې، او د استرالیا چارواکو د پېښې په اړه د بشپړو پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button