د نفت او ګازو خپلواکه اداره تاسیس شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د ا.ا.ا. د کابینې د غړو په غوښتنه، د ریاستالوزراء د مقام په وړاندیز او د ا.ا. د زعیم د (۱۶۳۶/۴۲۸۶) ګڼه حکم پر بنسټ، د نفت او ګازو په نوم یوه خپلواکه اداره منظور شوه.
د حکم له مخې، اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې چې له بېلابېلو وزارتونو او ادارو څخه شاوخوا اته هغه څانګې، چې تر دې وړاندې یې د نفت او ګازو اړوند چارې په نامنسجم ډول ترسره کولې، د نوې خپلواکې ادارې په تشکیل کې تنظیم کړي.
د کابینې او ټولو اړوندو امارتي ادارو په باور، دا اقدام به د نفت او ګازو د تولید او وارداتو د چارو د انسجام، شفافیت، اغېزمنتیا او همغږۍ لامل شي او د امارت، پانګوالو، مصرفوونکو او د هېواد د ټولو وګړو په ګټه به تمام شي.



