حماس د خپل لوړ پوړي قوماندان رائد سعید د شهادت پخلی وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” د غزې په تړانګه کې د دغه غورځنګ د یوه لوړپوړي قوماندان د شهادت پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، چې “رائد سعید” د صهیونیستي رژیم په هوايي برید کې شهید شوی او دا ډول هدفمنده بریدونه د اوربند دوام ته جدي ګواښ متوجه کوي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو دا برید د شنبې په ورځ ترسره کړی و او ادعا یې کړې وه، چې د حماس یو مهم قوماندان یې له منځه وړی دی.

سرچېنې وايي، شهید رائد سعید د “طوفان الاقصی” عملیاتو مهم غړی او د حماس له زړورو او اغېزمنو مبارزینو څخه و.

مربوطه مطالب

Back to top button