نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد د پرمختګ پر لور روان دی، په ۲۰۲۵ کې ۴.۳ سلنه وده اټکل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې دویم کال لپاره د ودې په لور روان دی زياتوي چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال پر مهال به د هېواد ناخالص کورنی تولید ۴.۳ سلنه وده ولري، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه وه.

راپور زیاتوي، چې د انفلاسیون ټیټه کچه، د څه باندې دوه میلیونه افغان کډوالو راستنېدل او د خدماتو او صنعت په برخو کې د فعالیتونو پراخېدل د اقتصادي ودې له مهمو لاملونو څخه دي. نړۍوال بانک ټینګار کړی، چې دغه عوامل د کورني بازار د خوځښت او عایداتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د نړۍوال بانک په وینا، سره له دې چې وچکالي موجوده وه، افغانستان د کرنې په برخه کې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات حاصلات ترلاسه کړي، چې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا نښه ده.

همداراز، د کانونو او ودانیزو فعالیتونو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button