سوډاني سفیر: کورنۍ جګړه کې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په ایران کې د سوډان سفیر “خالد ابراهیم الشیخ” ویلي، چې په سوډان کې روانه کورنۍ جګړه کې ۱۵۰ زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي دا څرګندونې د یوې مرکې پر مهال کړې او د سوډان د کړکېچ تر شا یې د متحده عربي اماراتو د رول په اړه سختې نیوکې کړي دي.
الشیخ ادعا کړې، چې د اماراتو له ملاتړه برخمنو ملېشو د ملکي وګړو پر وړاندې پراخ جنایتونه کړي دي او که چیرې دوی بهرنی ملاتړ نه درلودای، نو دا جګړه به لا له لومړي کال پای ته رسېدلې وای.
نوموړي د سوډان روان وضعیت د دغه هېواد د بنسټونو د ویجاړېدو او میلیونونو کسانو د بېځایه کېدو سبب وباله او ټینګار یې وکړ، چې د بهرنیو لاس وهنو دوام به وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.



