ننګرهار کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې 

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې، د غازي امان‌الله ښارګوټي ترڅنګ، د باراني اوبو د زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړولو په موخه د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او ټاکل شوې چې شاوخوا ۶۰ زره متر مکعبه باراني اوبه ذخیره کړي، چې دا به د سیمې د اوبو د کمښت د ستونزې په راکمولو کې مهم رول ولوبوي.

مسوولين وایي، د دې چکډېم په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي او کرنیزې ځمکې به ترې ګټه واخلي، چې د کرنې سکتور پیاوړتیا او د اوبو د دوامدار مدیریت لپاره یو اغېزناک ګام بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button