د حماس اسلامي غورځنګ ۳۸مه کلیزه؛ د مقاومت سمبول او د آزادۍ مبارزه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” نن د خپل بنسټ ۳۸ مه کلیزه نمانځي.
دا غورځنګ د ۱۹۸۷م کال د دسمبر په ۱۴مه د شهید شیخ احمد یاسین، شهید عبدالعزیز رنتیسي او نورو فلسطیني علماوو او مبارزینو له لوري د اشغال پر ضد د مقاومت په موخه رامنځته شو.
“حماس” ځان یو اسلامي ملي غورځنګ بولي، چې هدف یې د صهیونیستي اشغال پای، د فلسطین ازادي او د یو خپلواک اسلامي دولت تأسیس دی.
یاد
غورځنګ په تېرو ۳۸ کلونو کې د فلسطین د قضیې د دفاع، د مقاومت د مشري، او د اشغالګرو پر ضد د ګڼو عملیاتو مسؤلیت منلی او ګڼ مشران یې د صهیونیستي رژیم له لوري شهیدان شوي دي.
یاده کلیزه داسې مهال لمانځل کېږي، چې دا مهال هم د حماس او اسرائیلو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او د حماس ځواکونه د غزې په تړانګه کې د اشغالګرو پر وړاندې د فداکارۍ نوې بیلګې وړاندې کوي.



