مسوولين: سروبي کې د ۲۲.۵۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د بشپړيدو په حال کې ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس فرید شرف مل وايي، چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۵۷ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د بشپړېدو په وروستیو پړاوونو کې ده.

نوموړي زیاته کړې، دا په ټول هېواد کې د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه ده چې په کلني ډول به شاوخوا ۲۴ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي، او د برېښنا د کورنیو سرچینو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د شرف مل په وینا، د یادې پروژې ټولې ودانیزې چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې رسماً ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي، چې له امله به یې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button