کتائب القسام د خپل لوړپوړي قومندان د غچ اخيستنې ګواښ کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د حماس د عسکري څانګې “عزالدین قسام” لوا د خپل لوړپوړي قوماندان “رائد سعد” له شهادت وروسته د نوموړي د غچ اخيستنې ګواښ کړی.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د قسام ویاند ویلي، چې شهید رائد سعد د اشغالګرو په یوه هوايي برید کې شهید شوی او دوی د نوموړي پر ځای یو بل پیاوړی قوماندان ټاکلی دی.

قسام ټینګار کړی، چې د خپل شهید قوماندان د وینې غچ اخیستلو حق لري او د اشغالګرو دغه ډول تيري به هېڅکله هم بې ځوابه پاتې نشي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د شهیدانو قربانۍ به د مقاومت په لاره کې د دوی عزم لا ډېر پیاوړی کړي او اشغالګرو ته به یې د هر برید سخت حساب ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button