د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۱۰۱۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د یکشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلامکلا او ورېښمو له لارو ټولټال ۱۰۱۴ کورنۍ، چې ۵۵۸۰ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستانه، ثبت او بایومیټریک شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، د راستنو شویو مهاجرینو د خوندي لېږد لپاره له تورخم، سپین بولدک، بهرامچې او کابل مرکز څخه ۱۰۸۳ کورنۍ، چې ۵۹۲۴ کسان یې جوړول، بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې دي او د ترانسپورټ د کرایې په توګه ورته میلیونونه افغانۍ ورکړل شوې دي. همداراز، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
راپور زیاتوي، چې راستنو شویو مهاجرینو ته د مخابراتي اسانتیاوو، روغتیايي، غذایي او معلوماتي خدمتونو ترڅنګ ۱۱۱۹ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.



