لوکاشینکو: امریکا باید د ویتنام تاریخ ولولي او د وینزویلا په اړه دې خپله تګلاره بیا وارزوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د بیلاروس ولسمشر “الکساندر لوکاشینکو” ویلي، امریکا باید د ویتنام جګړې تاریخ بیا ولولي څو د وینزویلا په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې له وینزویلا سره شخړه یواځې د یوه هېواد پر ضد نه، بلکې د ټولې نړۍ له روان سیاسي وضعیت سره د جګړې معنا لري.
لوکاشینکو د وینزویلا پر وړاندې د امریکا روانې هڅې د نړیوال نظم د ګډوډۍ هڅې بللې او له واشنګټن یې غوښتي، چې له دغه ډول سیاستونو لاس واخلي.



