ولسمشر ټرمپ: اوکراین دې له روسیې سره جګړه ودروي، امریکا نور د پردیو جګړو لګښت نشي زغملی

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، چې اوکراین باید د جوبایډن د غوښتنو پر بنسټ روانه جګړه پای ته ورسوي او له روسیې سره د شخړې دوام ته نور دلیل نه‌ لري.

ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا باید خپلې پیسې، پوځي وسایل او منابع د پردیو شخړو لپاره ونه لګوي.

نوموړي له اوکرایني ولسمشر “ولادیمیر زېلینسکي” غوښتي، چې د شکایتونو، مرستو غوښتلو او پر نورو د تکیې کولو وخت پای ته رسېدلی او باید د خپلې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي وو، چې که ولسمشر شي، د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه به په لنډ وخت کې پای ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button