کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د سوډان په بېلابېلو سیمو کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ جګړو زور اخیستی، د پوځ ویاند “نبیل عبدلله” ادعا کړې، چې د پلازمینې خرطوم په ځینو سیمو کې د پوځ په ځوابي عملیاتو کې ملېشه ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.
عیني شاهدان وايي، چې پوځ د «خرطوم» او «الفاشر» ښارونو شاوخوا سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي او چټک ملاتړ ملېشې یې له ګڼو سیمو شاتګ ته اړ کړي دي.
پوځي سرچینې وایي، چې په دغو بریدونو کې ملېشه ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې، وسلې او مهمات یې هم نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، جګړې د ملکي خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی، زرګونه کسان نورو سیمو ته کډه شوي او بشري وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.















