په تېرو اتو میاشتو کې د هرات د زعفرانو صادرات ۳۰ میلیونه ډالرو ته ورسېدل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د ۳۰ میلیونه او ۳۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۲ ټنه او ۱۳۰ کیلوګرامه زعفران له دې ولایت څخه بهر ته صادر شوي دي.
د مسوولینو په خبره، دا زعفران اروپایي هېوادونو، امریکا، ځینو عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایه امر، محمد یوسف امین وايي، د افغانستان زعفران اتریش، اسټرالیا، اروپایي هېوادونو، د منځنۍ اسیا هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي او دغه صادرات د ځمکنیو بندرونو او د کابل د هوایي ډګر له لارې ترسره شوي دي.
د ده په وینا، د زعفرانو د کیفیت لوړوالی او معیاري پروسس د صادراتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.



