محمد علي حوثي: تر وروستۍ سلګۍ به د فلسطیني قضیې ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ لوړپوړي غړي “محمد علي حوثي” ویلي، چې د فلسطین له مظلوم ملت او د هغوی له حقې مبارزې به تر وروستۍ سلګۍ ملاتړ کوي.
نوموړي المیسرة تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې د فلسطین قضیه یوازې یوه عربي-اسلامي نه، بلکې انساني موضوع ده او هر باوجدانه انسان ته پکار ده چې د هغې ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د غزې ملت پر وړاندې د صهیونیستي رژیم وحشیانه بریدونه، د شرم وړ جنایتونه دي او نړۍ باید له دې ظلمه سترګې پټې نه کړي.
حوثي یو ځل بیا له اسلامي نړۍ وغوښتل، چې د فلسطیني ملت ملاتړ کې متحد ګامونه واخلي او له اشغالګرو سره هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکې پرې کړي.



