اسرایلي اشغالګر پوځ په غزه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل راهیسې د ۸۲ زره سرتېرو د ټپي کيدو اعتراف وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د اسرایلي پوځ د درملنې څانګې اعلان کړی، چې په غزه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۸۲ زره او ۴۰۰ ټپي سرتېري روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ټپیانو له ډلې ۵۸ سلنه د رواني ناروغیو له نښو شکایت لري، او نږدې ۳۱ زره کسان رواني ذهني درملنې ته اړتیا لري یا تر درملنې لاندې دي.

د راپور پر بنسټ، د ټپیانو ۶۳ سلنه د احتیاطي پوځ عسکر دي، چې له دې ډلې ۴۹ سلنه یې د ۳۰ کلونو نه کم عمر لري.

همداراز، تر اوسه ۲۲ زره سرتېري لا هم د جګړې له پایلو وروسته د بېلابېلو درملنو لاندې دي، او يو زر او ۱۶ ټپیان د جګړې له لومړۍ کرښې څخه انتقال شوي دي.

د اسرایلي پوځ د معلوماتو له مخې، ۶۱۲ سرتېرو د جګړې په پایله کې د بدن غړي له لاسه ورکړي، ۱۱۵ د بینايي له جدي زیان یا د ړندېدو له خطر سره مخ دي، او ۸۷۳ ټپیان د سختو جسمي ټپونو له امله د امریکا په څېر هېوادونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ازادو منابعو د معلوماتو پر اساس، چې سره له دې اعترافونو، د تلفاتو د پټولو تګلارې له امله ښايي د ټپیانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button