د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۷۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ قوس، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د دوشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه ۵۷۷ کورنۍ چې شمېر یې ۳۰۰۵ کسانو ته رسېږي، په اجباري توګه هېواد ته راستنې شوې او د اړوندو کمېټو له لوري ورته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او روغتیايي خدماتو په ګډون لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د راپور له مخې، یوازې د تورخم له لارې ۲۹۹ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۱۵۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۷۵ کورنۍ، د اسلامکلا له لارې ۳۲ کورنۍ او د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زياتوي، د ټرانسپورټ کمېټو له لوري په ټولیز ډول ۹۶۷ کورنۍ او ۵۴۲۳ تنه د بېلابېلو ولایتونو پر لور په خوندي توګه لېږدول شوي او ورته د کرایې په برخه کې میلیوني نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
کمېسیون زیاتوي، چې د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۷۹۲ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا، خوړو، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې پراخ خدمات وړاندې شوي دي.
د راپور پر بنسټ، له مهاجرینو سره ۴۸۹ عدده وړیا سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونه کسانو روغتیايي تداوۍ ته هم لاسرسی موندلی دی.



