نړیواله محکمه: د غزې جګړې په تړاو اسراییل ضد څېړنې به دوام لري

کابل ټکی کام (سې شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د نړیوالې جزايي محکمې قاضیانو د اسراییلي رژیم هغه غوښتنه رد کړې، چې له مخې یې غوښتل شوي و، د غزې جګړې په تړاو روانې څېړنې دې ودرول شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، محکمې د مخکیني حکم ملاتړ کړی، چې له مخې یې د نړیوالې جزايي محکمې څارنوالۍ ته اجازه ورکول شوې، څو د غزې پر ضد د اسراییلي بریدونو او نورو جنګي جرمونو په تړاو خپلې څېړنې ته دوام ورکړي.

یاده پریکړه داسې مهال کېږي، چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له خوا پراخ بریدونه روان دي او د بشري حقونو ګڼ سازمانونه د اسراییلو اقدامات جنګي جنایتونه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button