سراج الحق: که حکومت د سولې اراده نه لري سیاسي مشران دې اقدام وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر “سراج الحق” په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله د ټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو غوښتي، چې د سولې د تأمین لپاره ګډ اقدام وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، که حکومت د سولې په لار کې رښتینی نه‌ وي، نو سیاسي مشران باید خپله د دې موضوع حل‌لاره پیدا کړي او د ولس د ژغورنې لپاره مؤثر ګامونه واخلي.

سراج الحق زیاته کړې، چې خیبر پښتونخوا یو ځل بیا د ناامنۍ او ترهګرۍ لور ته روانه ده؛ خو حکومت د ولس د امنیت لپاره لازم تدابیر نه‌ دي نیولي.

مربوطه مطالب

Back to top button