کورنيو چارو وزارت: نیمروز کې د وسلو، تریاکو او انساني درملو د قاچاق مخه ونیول شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
کورنيو چارو وزارت وايي، چې د نیمروز امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسلو، نشهيي توکو او انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، پولیسو یو تن له ۴۰ میله کلاشینکوفونو سره نیولی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز، د هلمند ـ زرنج د لویې لارې په اوږدو کې د پلټنو پر مهال یو بل کس نیول شوی، چې غوښتل یې ۵۷ کیلوګرامه تریاک نیمروز ولایت ته قاچاق کړي.
پولیسو ویلي، چې یاد کس له نشهيي توکو سره یو ځای تر نیول کېدو وروسته عدلي بنسټونو ته معرفي شوی دی.
په ورته وخت کې، د نیمروز د لویې لارې د لومړي کنډک منسوبینو یو تن د ۱۷۶ کارتنونو انساني درملو د قاچاق په تړاو نیولی دی.



