د ملي دفاع وزارت د وسله والو مخالفینو پر خلاف د شفق تر نامه لاندې عملیات اعلان کړل

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
دا چې د پسرلي پیل دی، د ژمي سړه هوا په ختمېدو ده، دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې د وسله والو پر خلاف یې د شفق په نوم عملیات پیل کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله ښه تجهیز او د وسله والو پر خلاف د ښې مقابلې وړتیا لري.
د دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم وایي:
«تېر کال مو له هېواد څخه د دفاع له پاره يوه خپلواکه دنده لرله، موږ ډېرې لاسته راوړنې لرلې په داسې حال کې چې ډېر تلفات او زيانونه مو هم وګالل. شفق عمليات هم د کندوز په ګډون په يو شمېر ولايتونو د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو له پاره جوړ شوي دي.
په وروستیو کې د پوځ له دوو زرو زیات افسران او سرتېري د يوځي زدکړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول.»
په داسې حال کې چې افغان ځواکونو په هېواد کې د شفق عملیات پیل کړي دي، طالبانو په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې ۱۴ مهم کلي نیولي دي.
د یادولو ده، هر کال چې دفاع وزارت نوي عملیات پیل کړي، د دفاع وزرات وړاندوینه دا وي، چې دا به بریمن وي، خو د کال په آخر کې د طالبانو په پرتله د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته وي، او همدا راز یې ګڼې سیمې هم د پخوا په پرتله زیاتې له لاسه وځي.



