سبا کابل د G+7 هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
سبا کابل د G+7 هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي
د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې سبا کابل د G+7 هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي.
د وزارت ورځپاڼه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې به د G+7 شل هېوادونو د لسو وزیرانو تر څنګ شل نور لوړ پوړي چارواکي ګډون وکړي.
وزارت زیاتوي، دغه غونډه چې د ولسمشر غني له خوا پرانیستل کیږي، هغه هېوادونه به پکې ګډون کوي، چې اقتصادي وده او حکومت داري یې له زیاتو کړکېچونو سره مخ ده.
د وزارت له قوله چې په دغه غونډه کې به د مخ په وده هېوادونو کې پر روانو ستونزو، د اغېزمنو پروګرامونو په تعمیل، او د غونډې په پای کې به د غړو هېوادونو تر منځ پر سوله، ښه حکومت دارۍ، د مرستو پر مدیریت، د کار موندنې او د مهاجرتونو په اړه بحث وشي، او بیا به یې وروسته مرستندویه هېوادونو ته وړاندې کړي.
همدا شان د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغه غونډه کې به د پرېکړو د تعمیل لپاره یو شمېر نړیوال مرستندویه بنسټونه هم ګډون کوي.
د مالیې وزارت د نشراتو رئیس اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، چې په دغه غونډه کې به د یادو هېوادونو د اقتصادي او کاري اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وشي، او همدا راز به د افغان سولې او امنیت په اړه هم بحث وشي.
د یادولو ده، چې د دغې غونډې غړیتوب به د افغانستان په ګډون د کانګو جمهوریت، هیټي، لایبریا، سویلي سوډان، سریلیون، ختیځ تیموراو ډلې موس هېوادونه دي. همدا راز برونډي، د منځنۍ افریقا جمهوریت، چاد، کوموراس، کوت دي ایور، ګینې، ګینې بساو، پاپو نیو ګینې، ساو توم او پرنسیپ، سالمون ټاپو، سومالیا، توګو او یمن کوي.



