مولانا فضلالرحمن: پاکستان باید د فلسطینیانو پر ضد د هېڅ ځواک برخه نه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، پاکستان باید د داسې کوم نړیوال یا سیمهییز ځواک برخه نه شي چې هدف یې فلسطینیان وي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ۲۷م تعدیل بدلونونه د اساسي قانون او اسلامي اصولو سره سم نه دي او پر دې باید د اشخاصو د بالادستۍ پر ځای د قانون حاکمیت مقدم وبلل شي.
مولانا فضلالرحمن زیاته کړې، سیاست هر ډول وي خو د سیاسي او ټولنیزو دودونو ساتل اړین دي. هغه د دینی مدرسو په اړه ویلي، چې د هغوی ختمول د منلو وړ نه دي او دا د لوېدیځ اجنډا ده. نوموړي ویلي، که یو ګډ نصاب جوړ شي، نو له حکومت سره پرې خبرې کېدای شي.
د جې یو آی مشر د پاکستان د تېرو ۷۸ کلونو د افغانستان تګلارې پر بیاکتنې ټینګار کړی او هغه زیاته کړه، چې د پاکستان له نظره تر اوسه په افغانستان کې داسې حکومت نه دی رامنځته شوی چې اسلاماباد یې د خپل سیاست بشپړ ملاتړی وبولي.
هغه دا هم ویلي، چې د ۲۷م تعدیل بدلونونه د ملګرو ملتونو په غوښتنه شوي، چې دا د حکومت ناکامي ښيي، او زیاته کړې یې ده چې د عدلیې او سوداګرۍ په برخو کې د پاکستان نړیواله درجه ټیټه شوې، خو د دفاع په برخه کې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی دی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ، د “پاکستاني امت یووالي” تر نوم لاندې د علماوو په غونډه کې له افغانستان او پاکستان غوښتل شوي چې روانې ترینګلتیاوې د خبرو له لارې حل کړي. ګډونوالو ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات باید د سولې او تفاهم پر بنسټ پای ته ورسېږي.



